دامریکی اوانګلیس نوي استراتیژی دایران سره دټکرپه هکله!
   ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل) ژباړونکی :(عزیزاحمدخوارمل)

یوه انګلیسی ورځپاڼه ولیکل :امریکی اوانګلیس په ګډه سره دیوی کړنلاری په رامنځته کولوکې دی چې دهغی په وسیله وشی کولای په ایران کې دموکراتیک بدلون رامنځته کړی .

د«فايننشال ‌تايمز» ورځپاڼه د۲۰۰۶ م کال دمی دمیاشتی په دوولسمه ۱۲مه نیټه دیوی جګپوری چارواکی له قوله،چې ددغی کړنلاری طرحه یې لیدلی دی،وي لیکل :ددغی ګډ تلاښ پیل دیوی  دیپلوماتیکی مبارزی  نوی پړاودی چې دایران دهستوي اواټومي پروګرام  په وړاندی بیله کوم نظامی مداخلی نه  دغه لاره مناسبه ګڼی .

ددغی ګزارش له مخی، هغه ډله چې  پر" ايران-سوری " باندی دنظامی یرغل په ډلي سره پیاوړی اومشهوردی چې په داوروستیوورځوکښې دامریکی د بهرنیوچاروپه  وزارت کې رامنځته شوي دي،اوس مهال دیو ګزارش په جوړه ولوو  «اليزابت چني»، ته چې دامریکی یوه جګپوړی چارواکه اوپه منځنی ختیځ کی ددموکراسی درامنځته کیدو مسؤوله ده اوددغه ګزارش په  وړاندی کولوکې  «اليزابت چني» ته دی .

دبوش ددولت یوپخوانی چارواکی وویل : « ددموکراسی لوړتیا یودستورالعمل دی بیله هغه نه چې دیو ژریم اونظام بدلون وبولو».

دغه پخوانی چارواکی په زغرده وویل : دغه نوي میتوداوکړنه  دهغی عقیدی رامنځته کیدل په امریکی اوانګلیس کې دی او له دی  نه لیر ی دی چې دملګروملیتونودسازمان له خوااوله محدوده تحریمونه چې  دایران دهستوي اواټومي  دواک دلاس ته راوړلومخ نیوی  دی وکړي  .

د«فايننشال ‌تايمز»  دګزارش پربنسټ ،دیوی مهمی نظامی د حل لاری نشته والی ،خبراتری پردغه بنسټ صورت موندلی  دی  چې بین المللی دیپلوماسی دایران دهستوي اواټومي پروګرام   دچټکتیا دمخنیوی اوټیټوالی لپاره اوداګټورزیاردیوی مثبتی لاری پلټل اودحل لاره  دایران درژیم دبدلون دپاره تلاښ دی .

دامریکی چارواکی  وایي : دانګلیسانورول ،نسبت وامریکائیانو ته دایران په مسائلوکښې څه ناڅه ګټورثابت شوی دي، په دی دلیل سره چې دبوش په دولت کې دایران په چاروکي دکارپوهانونشته والی اودپنځه ویشتو(۲۵)کلونوراپه دی خوادایران سره ددیپلوماتیکواړیکو نشته والی ،مهم ټکی ګڼل کیږی  . یو  شمیردامریکی چارواکي ،انګلیس دایران سره داړیکوپه چاروکې دبرابراومتعدلوتاثیراتودرلوونکی بولی ،داپه داسی مهال کې دی چې دامریکی هیواد دایران ددولت دتبعیدی مخالیفینوسره دمالی مرستودچاروپه  مسائلوبوخت دی چې دایران په دننه کی مخفی فعالیتونه ترسره کړی اودیوی فارسی ژبی تلویزیونی  پروګرام درامنځته کولو په هیله دی چې دیوی سپوږمیکی لخواداخپرونی ترسره شی .

همدارنګه  دامریکی چارواکي دانګلیسانوټینګ دریخ یې داحمدنژاددتحریکاتوپه وړاندی ښه درک کړیدی .

دامریکی دباندنیوچارووزارت  تیره میاشت دایران په هکله  دیو تش ځای په ډکولوسره دامریکی داطلاعاتویوبل دفتر یې د((ایران په چاروکی )) په واشینګتن کې دیونوی دیپلوماتیک پست سره یې دفارسی ژبولپاره اعلان اورامنځته کړ  .

اوداسی اټکل کیږی چې «باربارا ليف»،یوعرب پیژندونکی کارپوه ددغه  دفترچاری اومسؤولیت په غاړه واخلی .

په عین وخت کی د((ایران – سوری دعملیاتواودنظامی یرغل) ډله ټاکل سوی ددغه ډلي دکړنلاری دطرحی دمخته بیولو اوددمکراسی درامنځته کیدولپاره د دی دووهیوادونوپه خاطر جوړاورامنځته سوی دی،اوددی ډلی مالی چاری اوخرڅ (۷۵۰۰۰۰۰۰) پنځه اویامیلیونه ډالره محاسبه سویدی .

همدارنګه لس (۱۰) میلیونه ډالره دا اوس مهال ددغه طرحی په بودجې کې شته دی .

داپه داسی  مهال کې دی چې آدام ارلي دبهرني چارودوزارت  ویاندددغی یرغلیزی ډلی شته والی یې ونه منل اودی وایې چې داسی  ډله نشته  .

مګردامریکی دوه جګپوړی چارواکي اویواروپايي دیپلومات ددغی ډلی پرشته والی باندی ټینګار وکړاووي ویل  چې ددفاع وزارت اونوروزارتونه  په ګډه سره ددغه ډلی سره مرستی کوي «ديويد دانهي»،  دعراق ددولت مشاوراوهمدارنګه «آلبرتو فرناندز»، دعمومی دیپلوماسی یوچارواکي  ددغی ډلی دندی پرغاړه لري .

اودامریکی دولت قصدلری چې دسپوږمیکی له طریقه یوتلویزیونی  پروګرام دامریکی ږغ لخوا ډیراوزیات کړی اویوه  نوی ځانګری  تلویزیونی شبکه  دیونامتواووتلی ایرانی  په شتوالی کې چې مهم رول ولوبولی شی رامنځته کړی .

دامریکی چارواکي په دی باندی اقرارکوي چې ددوي لخوا دعربی ژبی په تلویویزنی پروګرام کې دعراق دجګړی په هکله ندی تشویق  سوی . /

مخالف ایرانی سیاست پوهان  اعلان وکړ چې ددغه طرحی دفعالیتونوبودجه  ددموکراسی دلوړولواودرامنځته کولوپه خاطرپه  ایران کې دامریکی اوانګلیس په وسیله ګټورنه ثابتیږی،دوی  دغه شانته  باروی دی  . ددغه ګزارش پربنسټ   ، «علي اكبر جوانفكر»، داحمدی نژاددرسنیومشاروپه داوروستیوکښې وویل ایرانییان ددښمنانودتیلیغاتواوپرپاګنډونوپه وړاندی هوښیار دي اوپه ټولیز ډول ایراینی جګپوړی چارواکی لږه انګیرنه ددغوامریکایی شبکودشتوالی په هکله یې  لري . /

 

 

 

 

 


May 21st, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی